افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په ملګرتیا ایران ته روان شو. ټاکل شوې ده ولسمشرغني د ایران د منتخب ولسمشر ابراهیم رییسي د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي. دغه راز به نوموړی د ایران له نوي ولسمشر سره وګوري او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او نورو مسایلو په اړه به خبرې ور سره وکړي. له ولسمشر غني سره په دې سفر کې دویم مرستیال سرور دانش، د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر او یو شمېر نور دولتي چارواکي ملګري دي.
































