افغانستان له ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې د امنیت شورا په ننۍ فوقالعاده غونډه کې د افغانستان د روان وضعیت د ښه والي په تړاو اغیزمنې پرېکړې وکړي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وویل چې نن د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا فوقالعاده غونډه د دغه هېواد د ترینګلتیا په اړه د نړۍ د پاملرنې ښکارندويي کوي. هغه وویل افغان حکومت تمه لري ترڅو په دې غونډه کې په هغو مسایلو باندې تصمیم ونیول شي چې په عملي توګه د افغانستان د اوسني وضعیت پر ښه والي او د سولې او ټيکاو پر ټینګېدو باندې مستقیم اغیز ولري. همداشان افغانستان له ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې له افغان ځواکونو څخه د هوايي ملاتړ په ګډون د افغان حکومت د راتلونکو شپږ میاشتو امنیتي پلان څخه ملاتړ وکړي ترڅو د افغانستان په روان وضعیت کې د بدلون او ثبات لامل شي.
































