روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۲۱۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر دغې وبا اخته ۱۰ تنه مړه شوي او ۶۷۷ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱۵۰ زره او ۴۵۸ ته او د مړه شویو هغه بیا ۶ زره او ۹۰۸ ته لوړ شوی دی. دغه وزارت ویلي چې که څه هم د کرونا وبا مثبتې پېښې مخ په کمېدو دي خو هېوادوال دې روغتیایي سپارښتنو ته په جدي پاملرنې سره د دغه ویروس مخنیوي کې خپله ونډه ادا کړي.
































