سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

دغه عوامل ستاسو او بریالیتوب تر منځ پُل جوړوي

ژباړه: صفي الله پادشاه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
دغه عوامل ستاسو او بریالیتوب تر منځ پُل جوړوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

په دې مقاله کې د هغه عامل په هکله خبرې کوو چې ستاسو او بریالیتوب تر منځ پُل جوړوي. هغه پُل چې که ترې تېر نه شی، بریا مو لاسته نه راځي. دغه عامل د ستونزو او سختیو له زغملو او د هغوی دې له منځه وړلو لپاره له وړاندیز شوو حللارو څخه عبارت دي.

مقاله تر پایله ولولئ، څو موضوع لا ډېره درته روښانه شي.

ډېر عوامل د دې سبب کېږي څو پرې موږ بریا ته ورسېږو. لکه څرنګه مو چې څو څو ځله ویلي دي، بریالیتوب په بخت او چانس پورې اړه نه لري او خپل ځانګړي شرایط او قوانین لري.

ټول بریالي کسان، خپلو موخو ته د رسېدو لپاره سخت کار کوي، تل د بریالیتوب په لټه کې دي او هېڅکله نه تسلیمېږي. د هغو مهمو شرایطو له ډلې چې ښايي د نوي سلنه بریالیو کسانو په ژوند کې تر سترګو کېږي، د ستونزو او سختیو د زغملو فلسفه ده. د نامحدودو سختیو زغمل، هغه څه دي چې د اوسنۍ زمانې ډېری انسانان یې وړتیا نه لري. ښايي ستاسو لپاره جالبه وي چې موږ د سختیو او ستونزو په هکله خبرې کوو، خو که غواړی بریالي شی، باید دغه حقیقت له پامه ونه غورځوئ چې ډېری بریالیو کسانو د ستونزمنو شرایطو په زړه کې وده کړې او بریا ته رسېدلي دي.

له ستونزمو شرایطو او سختیو څخه زما موخه، یوازې ناخوښ مالي شرایط نه دي، بلکې دغه شرایط کېدای شي کمزوری مالي وضعیت، ناروغي، د ملګرو او عزیزانو له لاسه ورکول، ماتې خوړل او یا بل هر څه وي. ډېری له موږ څخه خپلې موخې ته د رسېدو لپاره ډېرې هڅې کوو، خو کله چې له ستونزې سره مخ کېږو او مخ پر وړاندې تګ مو سختېږي، له خپلو هڅو لاس اخلو او تسلیمېږو. په داسې حال کې چې  بریالي کسان په دا ډول شرایطو کې بل ډول غبرګون ښيي او هېڅکله نه تسلیمېږي.

دا چې ډېری کسان ژر تسلیمېږي، لامل یې دا دی چې هغوی فکر کوي ګواکې چې بریالیتوب له ستونزو او سختیو ګاللو پرته لاسته راځي او فکر کوي چې بریا ته د رسېدو مسیر یې باید له خنډونو او لوړو ژورو خالي وي. په داسې حال کې چې دا ډول یو څه حقیقت نه لري.

د مغز او اعصابو وتلی ایرانی ډاکټر او جراح، پروفیسور مجید سمیع وایي، ځينې کسان پر دې باور دي چې پیاوړیتوب، هېڅکله د درد د نه احساسولو په مانا دی؛ خو په حقیقت کې تر ټولو پیاوړي خلک هغه دي چې درد حس کوي، درد پېژني او درد په ورین تندي مني.

تاسو که هره غوښتنه یا موخه ولری، ښايي خپلې موخې او غوښتنې ته د رسېدو په لاره کې له ستونزو سره مخ شی؛ خو همدا له ستونزو او خنډونو سره ستاسو د مخ کېدو او د هغوی پر وړاندې د غبرګون ښودلو طریقه ده، چې ستاسو د ژوند کیفیت جوړوي. په حقیقت کې په ستونزمنو شرایطو کې تاسو دوه انتخابه لری؛ لومړی: تسلیم شئ او له هر څه لاس واخلئ. دویم: دوام ورکړئ او ماتې مه منئ.

په دې برخه کې غوره بېلګه هغه ناروغان دي چې د سرطان په څېر پر ځوروونکو ناروغیو اخته کېږي. ډېری دا ډول ناروغان چې پر سختو ناروغیو اخته کېږي، شرایطو ته تسلیمېږي او ژر یا وروسته له پښو لوېږي. خو هرو مرو مو په ورځپاڼو، اخبار او یا رسنیو کې لیدلي او اورېدلي دي، چې ډېری داسې کسان هم شته چې د سرطان په څېر له سختو ناروغیو سره مبارزه کوي او ان ناروغۍ ته ماتې ورکوي. دا هغه ډله کسان دي چې دویمه ټاکنه غوره کوي.

دویمه ټاکنه دا ده چې خپل همت له لاسه ور نه کړئ او پر دې باوري اوسئ چې یادې ستونزمنې او له سختیو ډکې ورځې به تېرېږي او بالاخره به له ښو ورځو سره مخ کېږی. نو په خپل ټول وس او توان سره د خپلو مالي شرایطو د ښه کولو، له ناروغۍ څخه د ښه کېدو، په ازموینه کې د بریالي کېدو، د خپل کاروبار د ښه کولو او بل هر ناخوښ وضعیت د ښه کولو لپاره مبارزه وکړئ او باوري اوسئ چې دغه ټول ناخوښ شرایط ستاسو خوا  ته ځکه راغلي څو تاسو لا پیاوړي کړي او هغه مقام او موقف ته مو ورسوي، چې وړتیا یې لری.

فرېدریش نیچه وایي، د اړتیا په صورت کې نه یوازې دا چې ستونزې او لوړې ژورې په ورین تندي وزغمئ، بلکې له هغوی سره مینه وکړئ.

که فکر کوی چې د ستونزو او سختیو زغمل درته اسان نه دي، لاندې لارښوونې پر ځان عملي کړئ:

لومړۍ حللاره: له منفي فکره انسانانو لرې اوسئ

له هغو کسانو سره له ناستې ولاړې ډډه وکړئ چې له خپل ژونده ستړي دي، نا شکره دي او فکر کوي چې هېڅ بخت او چانس نه لري او ګواکې چې ټولې نړۍ د هغوی پر ضد لاس یو کړی او یا دا چې بدبختۍ تل د هغوی خوا ته راځي.

ځکه دغه ډول کسان د دې لامل کېږي څو تاسو هم د بېچارګۍ او له ژوند څخه د خوښ نه اوسېدو احساس وکړئ او کله چې له کومې ستونزې او سختۍ سره مخ کېږی، له خپل ژونده شکایت کوی او خپل بخت او چانس ته بدې ردې وایئ.

 په دا ډول شرایطو کې تر ټولو غوره کار دا دی څو د خپل ژوند د منفي فکره خلکو ځای هیله‌منو او مثبت فکر لرونکو خلکو ته ورکړئ. که مو له بیا بیا هڅو وروسته هم ونشوای کولای چې د خپلې شاوخوا خلک پر دې راضي کړئ، چې نور دې منفي فکر کوي، بیا نو تر ټولو غوره لاره له هغوی څخه ځان لرې کول دي.

دویمه حللاره: صبر کول تمرین کړئ

صبر هغه لویه پانګه ده چې بریالي انسانان یې له ځان سره لري. که چېرې سټیو جابز د خپل ژوند په ستونزمو شرایطو کې چې له پوهنتونه و ایستل شو، بې کوره شو او له ډېرو نورو ستونزو سره مخ شو، شرایطو ته تسلیم شوی وای، د بېلګې په توګه، د ځان وژنې فکر یې کړی وای او یا دا چې ماتې یې منلې وای؛ د خپل ژوند د بدلولو لپاره به یې هېڅ هڅه نه وه کړې.

نن ورځ به سټيو جابز دومره مشهور نه و او هېچا به نه پېژاند. خو نوموړي سمه لاره وټاکله او د ستونزمنو او سختو شرایطو په منځ کې صابر پاتې شو او باوري و چې یوه ورځ به یې ستونزې او سختۍ هرو مرو پای ته رسېږي.

درېيمه حللاره:  هر کله مو چې د ناهیلۍ احساس وکړ، د بریالیو کسانو ژوند لیک ولولئ

یوه بله غوره لار چې په ډېری ستونزمنو شرایطو کې را سره مرسته کوي، د بریالیو کسانو له ژوند لیک څخه ګټه اخیستل دي. کله چې ستونزې او سختۍ فشار را باندې راوړي او احساس کوو چې د ژوند د ستونزو تر درانه بار لاندې یو، غوره ده څو د بریالیو کسانو ژوند لیک ته مراجعه وکړو. ډېری بریالیو کسانو له ستونزو ډک ژوند درلودلی او ډېرې ستونزې یې زغملې دي؛ خو بالاخره ارامۍ او بریا ته رسېدلي دي.

کله چې د یادو کسانو ژوند لولو، پر ستونزو باندې د برلاسي کېدو لپاره مو هیلې زیاتېږي او د زړه له تله پر دې باوري کېږو، دا چې هغوی پر دې توانېدلي څو د ژوند ستونزې او سختۍ شاته پرېږدي، نو موږ ولې نشو کولای.

همدا نن ورځ لږ تر لږه څو شېبې له ځان سره فکر وکړئ او خپل ژوند وڅېړئ. کوم شرایط ستاسو د ځور او اندېښنې لامل دي؟ مالي فقر، بد همکاران، بېکاري، ناروغي؟ او یا بل هر عامل چې د دې سبب شوی څو ژوند درته سخت او ستونزمن شي، پام مو وي چې داڅه تلپاتې نه دي، بلکې یوازې د دې لپاره ستاسو خوا ته راغلي څو تاسو لا ډېر پیاوړي کړي او ژوند کولو ته مو هیلې در وبښي.

نو پر ځان باور ولرئ او هېڅکله ستونزمنو شرایطو ته مه تسلیمېږئ. تاسو پياوړي یاست، تاسو بریالي کېږئ. یوازې اړتیا ده څو زغم ولرئ او په مثبت فکر او بشپړې هیله‌مندۍ سره خپل ژوند پر مخ بوځئ.

Previous Post

بایډن: امریکایي الوتکو ته پر طالبانو د بریدونو امر کړی

Next Post

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امريکا پر ايران د هوايي بريدونو نوی پړاو پیل کړ

امريکا پر ايران د هوايي بريدونو نوی پړاو پیل کړ

جولای 20, 2026
د زياتو هېوادونو شخصیتونو د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز ډېره ستاینه وکړه

د زياتو هېوادونو شخصیتونو د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز ډېره ستاینه وکړه

اکتوبر 1, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved