د نړیوالو او ستراتيژيکو مطالعاتو مخکښې څېړونکې اني فورژېمر له این پي ار سره په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د افغان جګړې په تړاو دومره بې پروايي نه ده په کار او جدي اړتیا ده چې د جګړو او تاوتریخوالي له لارې د وسله والو ډلو د پرمختګونو مخه ونیول شي. د نوموړې په خبره په افغانستان کې بشري ناورین رامنځ ته شوی دی او که وضعیت همداسې خپل سر ته پرېښودل کېږي دا ناورین به لا پسې وغځېږي. یادې څېړونکې ویلي نړیوال بنسټونه باید د طالبانو پر وړاندې اقدامات ډېر کړي، بندیزونه دې وضعه کړي، نوي محدودیتونه دې رامنځ ته کړي او په دوحه کې دې ددغه ډلې پر دفتر فشارونه ډېر شي. هغه ټينګار کوي چې افغان جګړه د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده، خو وسله والې ډلې یوازې د فشار له لارې خبرو ته حاضرېږي. هغې پر امریکا هم غږ کړی چې پر خپلو پالیسو له سره کتنه وکړي او په داسې حال کې چې طالبانو جګړې پراخې کړې دي، خبرو ته انتظار کول تېروتنه ده.
































