چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

وسله وال طالبان د سرپل، تخار او کندز ولایتونو د مرکزونو د نیولو ادعا کوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 9, 2021
in افغانستان
0
وسله وال طالبان د سرپل، تخار او کندز ولایتونو د مرکزونو د نیولو ادعا کوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د زرنج او شبرغان ښارونو له نیولو وروسته، طالبانو له تېرې شپې راهیسې د سرپل، تخار او کندز پر ښارونو پراخ ډله ییز بریدونه پیل کړي او دا ډله ادعا کوي چې د دری واړو ولایتونو مرکزونه یې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي. په ورته مهال افغان حکومت مني چې طالبان دغو ښارونو ته دننه شوي، خو په خبره یې، یادو ښارونو سقوط نه دی کړی او طالبان هلته د مېشتو امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي.

د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواری وايي: «طالبانو له تېرې شپې راهیسې پر سرپل، تخار، کندز بریدونه پیل کړل او اوس په دې ښارونو درنه جګړه روانه ده.»

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

خو د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: « د سرپل، کندز او تخار ولایتونه مرکزونه یې نیولي او په دغو ښارونو کې یې د وسله‌والو پرمختګ روان دی.»

خو د ملي دفاع وزارت دا خبره نه‌ مني او په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې يې ویلي: «په کندز کې کمانډو ځواکونو د شهید عبدالرازق څلورلارې او د ملي راډیو ټلوېزیون ودانۍ له طالبانو بېرته نیولې او د ښار په نورو څنډو کې یې عملیات روان دي.»

په ورته مهال ‎په ټولنیزو رسنیو کې هم په دغو ښارونو کې د جګړو یو شمېر بوږنوونکې ويډیوګانې خپرې شوې دي. په دغو ويډیوګانو کې ښکاري چې وسله وال طالبان د ښارونو په منځ کې له امنیتي ځواکونو سره جګړه کوي او دغه راز په کندز ښار دننه په یو شمېر هټیو کې اور لګېدلی او په نورو ښارونو کې هم د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې زړه بوږنوونکې ویډیوګانې خپرې شوې دي. په وېډیوګانو کې د خلکو له قوله چې دا اور او ملکي مرګ ژوبله د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې په پایله کې رامنځته شوې او ترڅنګ یې خلکو ته‌ درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

که څه هم تر اوسه په دغو ښارونو کې د روانې جګړې د مرګ‌ژوبلې په اړه دقیقې شمېرې نه‌شته، خو ملي دفاع وزارت وايي، په دغو جګړو کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

پر کندز، سرپل او تخار سربېره، وسله والو طالبانو پر کاپیسا، پنجشېر او بدخشان هم ډیله بریدونه کړي، خو حکومتي چارواکي وايي چې دا بریدونه ‌یې په شا تمبولي او طالبانو ته ‌یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

بلخوا د طالبانو دغو بریدونو پراخ غبرګونونه هم راپارولي دي. په کابل کې د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان پر ښارونو د طالبانو بریدونه غندي.

په اعلامیه کې راغلي، د نیمروز په زرنج، د جوزجان په شبرغان او لښکرګاه د طالبانو بریدونه چې په زور ځانونه حاکمول غواړي، د منلو نه ‌دي او دا کار د هغې ادعا سره ټکر کې دی چې طالبان وايي، د خبرو له لارې شخړه حلوي.

له دې سره جوخت، د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزیدیار په هېواد کې د طالبانو له لوري روانو پراخو جګړو ته په اشارې ویلي، چې د واشنګټن له لوري په یوه وخت د حکومت او طالبانو په رسمیت پېژندنه د هېواد د اوسني کړکېچ لامل دی. نوموړي په کابل کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ مراسمو ته په وینا، کې ویلي چې د واشنګټن له لوري له افغان حکومت سره د امنیتي تړون سربېره، دغه هېواد له طالبانو سره هم د سولې تړون وکړ او دغه ډله یې په رسمیت وپېژندله. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې چې د امریکا- طالبانو تړون د اوسني کړکېچ پیل و. ایزیدیار ټینګار کړی چې که طالبان په زور واک ته ورسېږي، هم نو معنا یې ټیکاو نه، بلکې د دغې ډلې پر وړاندې به مقاومت دوام پیدا کوي.

Tags: Top
Previous Post

له ماتې خوړلو وروسته څلور حللارې

Next Post

فولکس واگن

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
فولکس واگن

فولکس واگن

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د کولمبیا د حکومت او د حکومت ضد وسله والې ډلې ترمنځ د اوربند تړون نافذ شو

اگست 5, 2023
د امریکا «طلايي ګنبد» په نوم توغندويو ضد سیستم پرمختیا که په فضا کې د جنګي وسلو سیالۍ د زیاتېدو پلان؟

 ولې امريکا د لويو هېوادونو پر وړاندې خنډونه جوړوي؟

جون 11, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved