سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

په ښارونو کې د خلکو پر ضد جګړه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 9, 2021
in تبصرې
0
غربي تبلیغات تر جګړې ډېر خطرناک دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د طالبانو د نیمروز او جوزجان ولایتونو د مرکزونو له نیولو وروسته د سرپل ولایت د نیولو ادعا هم وکړه. دغه راز د کندوز ښار ډېرې برخې یې هم ونیولې او په تالقانو کې یې هم پرمختګ کړی. حکومتي ځواکونه بیا وايي چې سرپل یې بېرته نیولی، په کندوز کې یې عملیات پیل کړي او په تخار کې یې د طالبانو د پرمختګ مخه ډپ کړې ده. له دې سره حکومتي چارواکي وايي، په هرات او لښکرګاه کې یې هم طالبان په شا تمبولي دي.

د دواړو اړخونو ادعاوې یو لوری، خو څه چې روښانه دي، هغه دا چې څو ښارونه یا د ښارونو لویې برخې لاس په لاس شوې دي. دواړه وايي چې مقابل لور ته یې مرګ ژوبله اړولې، خو تر ګردو ستر زیان خلکو ته اوښتی دی. زرګونه خلک له خپلو کورونو بې ځایه شوي، مرګ ژوبله ور اوښتې، دوکانونه، مارکېټونه او کارځایونه یا نړېدلي او یا هم سوځېدلې دي. په ښارونو کې کوڅه پر کوڅه جګړه او له هوا بمبارۍ تر ګردو زیات ملکي وګړو ته زیانونه اړوي، نو څومره چې جګړې اوږدېږي، سختېږي او په ښارونو کې دوام کوي، په همغه کچه ملکي وګړي زیانمنېږي. دا ستونزه هغه وخت لا زیاته شي چې کله ښارونه لاس په لاس شي او چې څو ځله دا لوبه تکرار شي، نو بیا خو  جګړه په واقعیت کې د خلکو پر خلاف شي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

دواړه لوري لا هم پر جګړه ټینګار کوي او د سولې په برخه کې د هېڅ پرمختګ او بدلون څرک نشته. دواړه لوري پوهېږي چې جګړه ستونزه نه حل کوي، لومړۍ خو په دې جګړه کې بریا نشته او که بریا هم وي، پایله یې داسې ده چې دوی ته به زیان اړوي. له بده مرغه له همدې پوهې سره سره په جګړه ټینګار کوي او هڅه کوي چې د زور له لارې حالات بدل کړي. د زور له لارې د یو بل ماتول او یا هم په زور او د یو بل په محوه کولو واک ته رسېدل او بیا یې دوام تکرار شوې ناکامه تجربه ده. اوس هم که طالبان فکر کوي چې په جګړه به حکومت ونیسي، لومړۍ خو دا چاره ناشونې ښکاري، خو که دا کار وکړي، بیا هم طالبان له سختو ستونزو سره مخ کېږي، ځکه د دوی د خپلو متحدینو په ګډون نړۍ بیا بیا دا ویلي چې دوی به هغه حکومت په رسمیت ونه پېژني چې په زور راغلی وي او ګډ کار به ورسره ونه کړي. که حکومت هم فکر کوي چې طالبان به په زور مات کړي، دا هم په شلو کلونو کې ونه شول او اوس هم نه کېږي او نه یې ورسره خلک او نړۍ مني. له همدې امله د زور کارول، دواړو اړخونو ته زیات تاوان لري.

په ښارونو کې جګړه، په زور د ښارونو نیول، په ښارونو کې مقاومت او بمبارۍ په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي. پکار ده چې دا ناوړه جګړه نوره ودرول شي، دواړه اړخونه باید له ضد تېر شي، خبرې پیل کړي او ژر تر ژره پر یو انتقالي حکومت توافق وکړي او دایمې سولې ته لاره هواره کړي.

Previous Post

فولکس واگن

Next Post

د تازه انځرو روغتیایي ګټې!

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د تازه انځرو روغتیایي ګټې!

د تازه انځرو روغتیایي ګټې!

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

لغمان کې ۷ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شول

لغمان کې ۷ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شول

فبروري 17, 2026
د چین اسیايي سیالیو کې افغان مډال راوړونکي وستایل شول

د چین اسیايي سیالیو کې افغان مډال راوړونکي وستایل شول

مارچ 10, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved