سعودي عربستان د پاکستان په ګډون د ۳۳ هېوادونو وګړو ته د عمرې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه ورکوي. پرون سعودي عربستان اعلان وکړ چې له دې وروسته د نړۍ مسلمانان کولی شي د عمرې د ادا کولو لپاره خپل غوښتنلیکونه وسپاري، خو د تازه معلوماتو له مخې سعودي عربستان د ۳۳ هېوادونو پر وګړو په دغه مراسمو کې د ګډون بندیز لګولی دی. په دې کې ترکیه، پاکستان، امریکا او ځینې نور هېوادونه شامل دي. سرچینه وایي پر دغه هېوادونو ځکه بندیزونه لګول شوي چې هلته د کرونا وبا لا هم په چټکۍ د پراختیا په حال کې ده او عمرې ته د ورتګ تر ټولو مهم شرط د کرونا ویروس نه لرل او د کرونا ضد واکسینو د اخیستلو سند درلودل ټاکل شوی دی.
































