د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکو د پاکستان ضد پراخ کمپاین پیل کړی دی. دوی د (پاکستان تحریم کړئ) هشټګ په کارولو سره له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې پاکستان په افغان چارو کې له منفي لاسوهنو راوګرځوي. تر اوسه پورې دا هشټګ یوازې پر فیسبوک ۶۵ زره ځله کارول شوی دی. په افغانستان کې د ننه او د کرښې پورې غاړې ته مېشتو افغانانو د افغانستان د اوسني بحران لامل پاکستان بللی دی او زیاته کړې یې ده چې دې هېواد نه یوازې ترهګرو ته پټنځایونه ورکړې دي بلکې په دې وروستیو کې له دغه هېواد څخه په زرګونو ترهګر د جهاد په نوم افغان جګړې ته را استول کېږي.
































