یو شمېر امریکایي ډیپلوماټانو له ولسمشر جو بایډن څخه غوښتي چې د افغانستان په اړه بېړني او پر ځای اقدامات وکړي، ځکه د دوی په باور تر اوسه پورې لا د دغه هېواد د ژغورنې لپاره ناوخته نه دی. دغو ډیپلوماټانو چې تر ډېره یې په افغانستان کې خدمت کړی دی په یو مطلب کې یې ویلي چې د طالبانو وروستیو بریدونو د بایډن پرېکړه ننګولې ده او ښایي دغه هېواد یو ځل بیا پخوانیو کلونو ته ستون شي. د مطلب لیکوالانو څرګنده کړې چې تر اوسه پورې د افغانانو د ماتې خبره له وخت مخکې ده خو ټینګار کوي چې یو بشري ناورین له امکانه لرې نه دی. هغوی له بایډن څخه غوښتنه کړې ده چې افغانستان دې یوازې نه پرېږدي او له افغان ځواکونو دې د جګړې په ډګر کې هوایي ملاتړ دوه برابره کړي. دوی دغه راز له بایډن څخه غوښي چې د افغانستان د ژغورنې لپاره نړیوال ملاتړ خپل او اجازه ورنه کړي چې دا هېواد یو ځل بیا ټولې نړۍ ته په سرخوږي بدل شي.










