ملګرو ملتونو یو ځل بیا په روانه جګړه کې ملکي مرګ ژوبله اندېښمنوونکې بللې ده. د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما مشرې له ولسمشر غني سره په خپله وروستۍ لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو او ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره باید د سولې هڅې ډېرې او چټکې کړل شي. د نوموړې په خبره د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدل او پر ښارونو بریدونه د جدي اندېښنې وړ دي او ملګري ملتونه ددې غوښتونکي دي چې ښکېل لوري دې د جګړو پر ځای پر سوله او مذاکراتو تمرکز ډېر کړي. ولسمشر غني هم په دې لیدنه کې ویلي چې سوله او د تاوتریخوالي کمول یې د حکومت لومړیتوب دی، خو افغان ځواکونه له خپلو خلکو او نظام ددفاع حق لري، نو ځکه طالبانو ته په کار ده چې له جګړو لاس واخلي او د خبرو ميز ته حاضر شي.
































