امریکا وایي طالبان دې د بیان ازادۍ له ځپلو ډډه وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي چې پر خبریالانو د طالبانو بې مانا بریدونو افغانستان د خبریالانو لپاره په خونړي هېواد بدل کړی دی او دا ددې سبب شوې چې لسګونه خبریالان له هېواد ووځي. سرچینه وایي طالبانو ته په کار ده چې د خبریالانو پر وړاندې بې مانا بریدونه پای ته ورسوي، د بیان ازادي دې نه ځپي او دغه مهم اصل ته دې درناوی وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدا راز له افغانستان د خپلو افغان همکارانو د ایستلو په اړه هم ویلي چې دا ډله وګړي امریکا په زور نه وباسي، بلکې دوی په خپله خوښه د خپل ځان د خوندیتوب لپاره له افغانستان وځي. د سرچینې په خبره سره له دې چې افغان حکومت دې ځوانانو ته اړتیا لري، خو د تګ او نه تګ انتخاب له دوی سره دی، نه له امریکا سره.
































