سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home کتاب

تور سیاست

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 11, 2021
in کتاب
0
تور سیاست
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په اوسني وخت کې د سیاسي ګټو په محور ډول ډول تروریستي اعمال تر سره کېږي، چې همدا تروریستي اعمال د سیاسي قدرت د لاسته‌راوړلو، ملت‌ګرایۍ یا ناسیونالیزم او یا هم کله ناکله د ظلم، وحشت، بې عدالتۍ، له اقلیتونو سره تبعیض، تاوتریخوالي او غچ اخیستنې په منظور تر سره کېږي، نو داسې هم نه ده چې موږ دې ټولو ته تروریست ووایو او یا دې ورته د تروریزم لفظ استعمال کړو.

که چېرې په هند کې په هندي مسلمانانو ظلم او زیاتی کېږي او هغه د خپل ځان دفاع کوي، نو داسې نه ده چې نړۍ دې ورته تروریست ووایي او یا کله چې په چین کې د چین حکومت د ایغور پر مسلمانانو ظلم او زیاتی کوي، نو نړیواله ټولنه دې ورته د تروریست لفظ استعمال کړي.

You might also like

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

همدارنګه ډېرې بېلګې شته، کله چې اسامه بن لادن په افغانستان کې د شوروي پر وړاندې جهاد کاوه، نو ټولو ورته لبیک ویلو او کله چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مه پېښه رامنځته شوه، نړیوالې ټولنې هغه نړیوال تروریست ونوماوه.

داسې هم نه ده چې د حق لاسته‌راوړلو لپاره دې هر کس تروریست وبلل شي. که چېرې فلسطینیان د خپلې اشغال شوې خاورې دفاع کوي او اسراییل د بل پر ځمکه ټتر لګوي، سلیم عقل باید اشغالګر ته تروریست او د ځان دفاع‌کوونکي ته مبارز ووایي.

تروریستي اعمال د مختلفو ډلو ټپلو، مذهبي ګروپونو، ان خپله ځینې دولتونه د تروریزم په تولید کې پوره رول لري او عملاً دا کار کوي.

نن ورځ تور سیاست د نړۍ پیچېده او له مغلقو پدیدو څخه ګڼل کېږي، کوم چې نړیوالې سولې ته یې زیان اړولی دی. نن هېڅ فرد په امن کې نه دی. تور سیاست دی چې نړیوالې اړیکې شلوي؛ د نړۍ مشران ترور کوي؛ نړیوالو او ډیپلوماټیکو اړیکو ته زیان اړوي او زیاتره د تروریستي اعمالو قربانیان له بده مرغه بې ګناه خلک دي.

نن نړۍ د زیاتو لاسته‌راوړنو تر څنګ په جنګ کې ښکېل ده، هغه هم په داسې جنګ کې چې په خپله یې جوړ کړی. یانې امریکا راغله، په ۲۰۰۱ کال کې یې پر افغانستان بريد وکړ، په زرګونو بې ګناه خلک یې ووژل، مګر دوی داسې څه ونه کړل چې زموږ هېواد ته یې لږ زره خیر هم رسېدلی وي. داسې یو ډول تور سیاست و، چې امریکا په افغانستان کې استعمال کړ چې په اړه يې څوک فکر هم نشي کولای.

امریکا د اسامه بن لادن په پلمه افغانستان ته راغله، اسامه هم په افغانستان کې نه و، هغه د پاکستان په ایبټ اباد کې و، مګر زموږ  د هېواد کلچر، اقتصاد، امنیت او صنعت هر څه ته یې زیان واړاوه، لیکن دوی ادعا کوي چې موږ په افغانستان کې سوله او امنیت راوستل، څه یې کړي دي؟

مګر ډیموکراسي یې دومره عامه کړه، چې دا ډول هېڅکله هم نه وو شوي.

نو موږ د دې پر ځای چې په جنګ سره بوخت شو یا تور سیاست پر موږ تحمیل شي، د داسې کړنو ښکار شوو چې هم د هېواد سقوط وکړي او هم دې بیا د اقتصاد بیارغول ډېر ستونزمن وي. ښه خبره دغه ده چې د یو بل منافع په قتل او قتال کې ونه لټوو، بلکې له سوله‌ییزې لارې کولای شو خپلې ګټې سره شریکې کړو او که چېرې ستونزې راشي، نو د حل لارې دې ولټول شي. د بېلګې په توګه، د ملګرو ملتونو سازمان، د عدالت نړیوالې محکمې او د نړۍ د بېلابېلو ادارو له لارې دې خپل مشکلات حل کړو.

د تور سیاست په اړه چې نن ورځ یې د نړۍ پرمختللي هیوادونه څنګه کار وي؟ له دې لارې خپلې ګټې څنګه په لاس راوړي او څنګه نور سیال هیوادونه پرې له پښو غورځوي؟ په دې کتاب کې پوره پوره معلومات شته.

مینه‌وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

 

 

Previous Post

د دوحې روانې غونډې ته هیلې

Next Post

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو
کتاب

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
فبروري 21, 2026
«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو
کتاب

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

by Spogmai Radio
جنوري 24, 2026
عثماني خلافت کتاب چاپ شو
کتاب

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
دسمبر 6, 2025
کتاب

د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2025
«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو
کتاب

«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2025
Next Post
د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

طالبان: ترکیه د نړۍ مهم هېواد دی مرستې ته یې اړتیا لرو

طالبان: ترکیه د نړۍ مهم هېواد دی مرستې ته یې اړتیا لرو

اگست 22, 2021
المان: ناټو سازمان کې دفلنډ او سویډن د غړیتوب ملاتړ کوو

المان: ناټو سازمان کې دفلنډ او سویډن د غړیتوب ملاتړ کوو

مې 4, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved