چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د دوحې روانې غونډې ته هیلې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 11, 2021
in تبصرې
0
غربي تبلیغات تر جګړې ډېر خطرناک دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په قطر کې د افغانستان د سولې درې ورځنۍ غونډه روانه ده چې نن پکې د امریکا، چین، روسیې او پاکستان استازي سره خبرې کوي او ټاکل شوې سبا پکې د سیمې د هېوادونو استازي هم سره جرګه شي او په افغانستان کې د جګړې د درېدو او د سولې د راوستلو پر لارو چارو خبرې وکړي. دا غونډه د ملګرو ملتونو او امریکا په هڅو او د قطر په کوربه‌توب جوړه شوې ده. له کابل څخه د ډاکټر عبدالله په مشرۍ یو پلاوی ورغلی او د طالبانو د پلاوي مشري ملا برادر کوي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم په دوحه کې دی او امریکایان وايي چې استازی به یې پر طالبانو فشار راوړي چې جګړه ودروي او د سولې خبرې پیل کړي.

که څه هم پخوانیو دا ډول غونډو ډېره مثبته پایله نه لرله، خو له دې امله چې جګړه ورځ تر بلې زیاتېږي، ډېرو ښارونو ته پراخېږي او مالي او ځاني زیانونه یې زیاتېږي، نو ځکه خلک د سولې په تړاو د هرې هڅې هرکلی کوي او تمه لري چې یو ګام به پکې واخیستل شي. د خلکو تمه دا ده چې دا ځل  یو پرېکنده ګام واخیستل شي، د سولې په تړاو یو نوی ګام واخیستل شي چې د سولې په برخه کې مهم پرمختګ وګڼل شي، دا ګام باید داسې وي چې طالبان د جګړې درولو ته قانع کړي. د افغانستان د خلکو هیله ده چې د ټولو هغو خنډونو د لرې کولو لپاره باید عملي ګام واخیستل شي چې د سولې پروسه یې ځنډولې ده. دا که له تور لېسته د طالب مشرانو د ایستلو مسئله وي، که د بندیانو د خوشې کولو چاره او یا هم بل پر انتقالي حکومت توافق وي چې طالبان قانع کړي چې اوسنۍ جګړه ودروي. دا خو ښکاره ده چې یوازې په خبرو او بحثونو حالت نه بدلېږي او نه هم طالبان جګړه دروي، بلکې په عملي ډول باید ګامونه واخیستل شي او د طالبانو یوه برخه غوښتنې باید ومنل شي چې پر ښارونو بریدونه او جګړه ودرول شي. دا چاره د نړۍ او سیمې د هېوادونو توافق او ګډې پرېکړې ته اړتیا لري، څو ټول هغه اړخونه پکې د فشار احساس وکړي چې د سولې په برخه کې یې تر اوسه پورې خنډونه جوړ کړي دي.

داسې ښکاري چې د سولې لپاره د جګړې ښکېل افغاني اړخونه هېڅ هم نه کوي، له همدې امله بهرني فشار ته اړتیا ده. د سیمې هغه هېوادونه چې له روانې جګړې اغېزمن کېږي او یا هم وېرېږي او د نړۍ نور هغه هېوادونه چې په افغانستان کې سوله په خپله ګټه ویني او یا هم په رښتیني مانا سوله غواړي، پکار ده چې فرصت ضایع نه کړي. دا ښايي وروستی چانس وي چې یو سیاسي توافق رامنځ ته شي، یو پرمختګ وشي، جګړه ودرول شي، د سولې جدي خبرې پیل شي او شته خنډونه په عملي ډول لرې شي. له دې پرته به بیا د سولې فرصت ضایع شي، ښارونه به نړېدلي وي، خلک به ګډوال شوي، وژل شوي او ځپل شوي وي او بیا به په هدیره کې سوله هېڅ مانا ونه لري.

Previous Post

د جګړو له کبله بې ځایه شوې کورنۍ جدي بشري مرستو ته اړتیا لري

Next Post

تور سیاست

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
تور سیاست

تور سیاست

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۴۰ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۴۰ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

سپتمبر 21, 2023
طالبان: د اوبراین په یوه تلفوني مکالمه پاتې طالب بندیان آزاد شول

طالبان: د اوبراین په یوه تلفوني مکالمه پاتې طالب بندیان آزاد شول

سپتمبر 3, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved