ولسمشر غني د پوځ په لیکو کې د نوو ځوانانو د جلب او جذب پروسې پر چټکتیا ټینګار کړی دی. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې تېره ورځ ناوخته د ولسمشر غني په مشرۍ امنیتي غونډه جوړه شوې او په هغه کې د امنیتي سکتور چارواکو خپل راپورونه وړاندې کړي دي. ولسمشر د ښارونو د امنیت په تړاو اړوندو چارواکو ته لارښوونې کړې دي او تر څنګ یې د افغان پوځ په لیکو کې د جلب او جذب پروسې د چټکتیا او په دې برخه کې د خنډونو پر لرې کولو ټینګار کړی دی. ولسمشر ویلي خلک باید له افغان پوځ سره د یو ځای کېدو لپاره وهڅول شي او تر څنګ یې دې دا پروسه چټکه شي. هغه د افغان ځوانانو دا کړنه هم ستایلې چې په دې سختو شرایطو کې د خپل پوځ تر څنګ درېږي.
































