د ولسمشر غني مېرمن رولا غني وایي باور نه لري چې طالبان دې د سولې خبرې پيل کړي. نوموړې په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي دي طالبان افغان وژنې ته ادامه ورکوي او اوس یې له امریکایانو سره هوکړه کړې چې پر دوی به بریدونه نه کوي، خو پر مسلمانو افغانانو ددغه ډلې بریدونه دوام لري. د رولا غني په خبره باور نه لري چې طالبان به سوله وکړي او له جګړو به لاس واخلي. هغې ویلي حکومت په ځلونو پر طالبانو د اوربند غږ کړی دی، خو دغه ډله له بهرنیانو سره اوربند کوي خو د خپلو افغانانو پر وړاندې جګړه غوره بولي. مېرمن رولا ویلي طالبان د رښتینې سولې لپاره باید له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي. د نوموړې په خبره افغان حکومت له طالبانو سره خبرو ته تیار دی او دوه کاله کېږي د مخامخ خبرو غوښتنه کوي.












