امریکایي قانون جوړونکی مایک والټز وایي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد باید استعفا ورکړي. والټز ویلي خلیلزاد ځکه باید استعفا ورکړي، چې د مذاکراتو لپاره د هغه ستراتیژي ناکامه وه. والټز همدارنګه، پر طالبانو او د پاکستان د پوځ پر هغو چارواکو د بندیزونو غوښتنه کوي چې له طالبانو ملاتړ کوي. هغه ویلي، پاکستان د کلونو راهیسې دوه ګونې لوبه پیل کړې ده. نوموړي همدارنګه له افغانستان څخه په بشپړ ډول د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د بایډن په پریکړې انتقاد کړی او ویلي یې دي چې بایډن اوس هم کولی شي د افغانستان په اړه په خپله ستراتیژي کې تغیر راولي.
































