طالبان وایي په افغانستان کې د همه شموله اسلامي حکومت د جوړولو لپاره مذاکرات پیلوي. د طالبانو د قطر دفتر غړي سهیل شاهین له اسوشټېډ پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، دمګړی یې ټول تمرکز پر دې دی چې په کابل ښار کې د خلکو، عزت، ناموس او شتمني وساتي او ژر تر ژره ټول وضعیت کنټرول کړي. دده په وینا دوی په افغانستان کې د واک د انحصار په فکر کې نه دي او د یوه همه شموله، خلاص اسلامي حکومت د جوړولو لپاره له ټولو افغاني جهتونو سره خبرو ته ادامه ورکوي. هغه زیاته کړې چې دوی په کابل ښار کې د ټول وضعیت کنټرول ته پام اړولی دی او اجازه به ور نه کړي چې دلته د خلکو سر او مال ته خطرونه متوجه شي. بلخوا د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم بیا په یوه مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې نور جګړه پای ته رسېدلې ده او د خلکو ژوند ته هېڅ راز خطر متوجه نه دی.












