د ایران ولسمشر پر افغانستان د طالبانو ولکې ته په غبرګون کي ویلي چې له دغه فرصته باید د افغانستان د امن، تلپاتې سولې او ثبات لپاره ګټه واخیستل شي. ابراهیم رییسي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره په ټلفوني خبرو کې زیاته کړې، چې د امریکا له نظامي ماتې څخه باید په افغانستان کې د ژوند د ښه والي، امنیت، پایدارې سولې او ثبات لپاره کار واخیستل شي. هغه څرګنده کړې چې دوی د افغانستان وضعیت په ډېرې هوښیارۍ له نږدې څخه څاري. د یادونې ده چې طالبان پرون وروسته تر هغه کابل ته راننوتل چې په خبره یې، د حکومت امنیتي ځواکونه له خپلو دندو تللي او د دوی ځواکونه د ګډوډیو د مخنیوي په موخه کابل ښار ته ننوتلي دي.
































