د امریکا د هوایي ځواک د ځانګړو تحقیقاتو اداره وایي چې په کابل کې د امریکایي الوتکو د وروستیو پروازونو او ملکي مرګ ژوبلې په اړه جدي پلټنه کوي. دوی وایي د امریکا د هغه الوتکې له مامورینو یې پلټنې پيل کړې چې د پرواز پر مهال یې خلک پر الوتکې پسې نښتي وو خو دوی خپل پرواز ته ادامه ورکړې ده. سرچینه وایي په دې کې د ګڼو کسانو د مرګ ژوبلې خبره شوې ده او زیاتوي چې د الوتکې په ټایرونو پسې هم د انسانانو د غړو ټوټې نښتې وې. دوی وايي په دې پېښو کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه هم جدي او هر اړخیزه پلټنه کوي. بلخوا په کابل هوايي ډګر کې طالب چارواکي بیا وایي چې په وروستیو ورځو کې په دغه ډګر کې څلوېښتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. دوی له خلکو غوښتي چې له هوايي ډګر هر ډول ملکي پروازونه ځنډېدلي دي او له وېزې، پاسپورټ او ټکټ پرته دې خلک دغه ډګر ته مراجعه نه کوي.
































