د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان یونسکو ویلي دي چې په افغانستان کې به فرهنګي میراثونو ته هر ډول زیان، په هغه هیواد کې تل پاتې سولې او د بشري مرستو څرنګوالي ته زیان ورسوي. یونسکو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د فرهنګي میراثونو د مسلکي کارکوونکو او هنرمندانو د کار لپاره د خوندي چاپیریال د رامنځ ته کیدو په اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې هغوی د افغانستان د ملي یووالي او ټولنیز جوړښت لپاره مرکزي رول لوبوي. د دې اعلامیې له مخې، د افغانستان پراخ فرهنګي میراثونه چې ددغه هېواد له تاریخ او هویت سره نه بیلېدونکی تړاو لري او په ټوله کې بشریت ته ارزښت لري، باید وساتل. د کابل موزیم، د هرات زوړ ښار، د جام منار او د بامیان تاریخي آثار د افغانستان تاریخي شتمنۍ دي چې یونسکو هغوی ته اشاره کړې ده. د یونسکو سازمان رییس آدري ازولي د نړیوالو قوانینو پر اساس د افغانستان د بېلابېلو فرهنګي شتمنیو د ساتنې غوښتنه کړې او هغو ته یې د زیان رسېدو او لوټ کېدو د مخنیوي په هدف د اړینو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
































