بلوچستان کې سړک غاړې ماین چاودنې دوه امنیتي عسکر وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. د پاکستان پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د چاودنې پخلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې دا چاودنه نن د بلوچستان ایالت په ګیچیک سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د پاکستاني عسکرو یو موټر له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و. پاکستاني پوځ ویلي چې په پېښه کې ټپي شوي عسکر روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایی حالت یې د ډاډ وړ دی. تر اوسه پورې د چاودنې پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































