د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په کابل هوایي ډګر کې رامنځته شوې ګډوډۍ ته په اشارې ویلي چې په افغانستان کې د اوسني کړکېچ او بحران لامل امریکا ده او ادعا یې کړې ده چې دا خپله د امریکا پلان شوی کار دی. نوموړي دا څرګندونې د جاپان د بهرنیو چارو له وزیر موتهګي توشیمیتسو سره تر لیدنې وروسته پر خپل ټویټر کړې دي. نوموړي دغه راز لیکلي چې له خپل جاپاني سیال سره یې د افغانستان پر اوسني وضعیت او راتلونکو ګامونو هم خبرې اترې کړې دي. د یادونې ده چې د وروستیو راپورونو له مخې په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د سختې ګډوډۍ له امله اووه کسان تر پښو لاندي شوي او مړه شوي دي.












