د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان په اړه بېړنۍ غونډه رابولي. سرچینه وایي چې په افغانستان کې د رامنځ ته شوي وضعیت له امله د بشري حقونو شورا اړ ده چې په دغه هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت څارنه وکړي. د راپورونو له مخې په دغه غونډه کې به په افغانستان کې د بشري حقونو د څار د څرنګوالي لپاره یوه طرحه جوړېږي او دغه راز ښایي یو پلاوی جوړ شي چې هغه به د افغانستان وضعیت څاري. دوی همدا راز د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش غواړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت مستقیمه څارنه ولري. د بشري حقونو شورا وایي چې د جګړو او په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم د بشري حقونو په تېره د ښځينه وو او اقلیتونو د حقونو د نقض احتمال شته دی. خو طالبانو بیا ویلي چې د اسلامي شریعیت په چوکاټ کې ټولو بشري حقونو ته ژمن دي.












