د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي تر دې دمه یې زرګونه کسان له افغانستان ایستلي دي. ددغه وزارت د ویاند په خبره دوی د اګسټ له ۱۴مې تر دې دمه له افغانستان ۳۷ زره کسان لېږدولي دي. نېډ پرایس وایي چې په وروستیو ورځو کې د تخلیې ماموریت یو څه منظم شوی دی او سلګونه الوتکې په دې ماموریت کې برخه اخلي. هغه زیاتوي چې د لېږد او تخلییې ماموریت به نور هم چټک شي او هڅه کېږي چې تر ممکن حد لوړه شمېره کسان ولېږدوي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدا راز د خپل حضور د دوام په اړه ویلي چې ان یو ساعت هم له اړتیا پرته په افغانستان کې د حضور پلویان او شوقیان نه دي. دده په خبره همدا چې د تخلیې ماموریت بشپړ شي ټول امریکايي عسکر به له افغانستان وځي او هوايي ډګر به تخلیه کوي.












