پاکستان وایي نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره مذاکرات پيل کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي د سیمې هېوادونو ته سفر کوي او دوی هڅوي چې په افغانستان کې د سولې او امنیت لپاره هڅې ډېرې کړي. قریشي وایي نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې اوس له طالبانو سره مذاکرات پیل کړي او په دغه هېواد کې افغانانو ته د منلو وړ نظام په جوړولو کې همکاري وکړي. هغه زیاته کړې چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی او تمه لري چې په دغه هېواد کې ژر تر ژره دایمي ثبات رامنځ ته شي. قریشي وایي ترکمنستان، ازبکستان، ایران او د سیمې نورو هېوادونو ته هم سفر کوي څو دوی وهڅو چې په افغان سوله کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.
































