بایډن وايي د روانې میاشتې تر پایه به د تخلیې ماموریت پای ته ورسوي. د امریکا ولسمشر جو بایډن په دې لټه کې و، چې له افغانستان د امریکايي وګړو او سرتېرو د ایستلو ماموریت وغځوي خو طالبانو د نوموړي له دې غوښتنې سره مخالفت کړی دی. هغه په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل چې تر ممکنه حده به ژر له افغانستان د خپلو سرتېرو او وګړو د ایستلو ماموریت پای ته ورسوي. بایډن همدا راز وايي چې ددې ماموریت له پیله یې تر دې دمه ۷۰ زره او ۷۰۰ کسان له افغانستان ایستلي دي. د امریکا ولسمشر همدا راز ویلي چې ښایي د کابل په هوايي ډګر کې امریکايي ځواکونو ته د داعش ډلې له لوري خطرونه جوړ شي. امریکا داسې مهال د داعش ډلې یادونه کوي چې طالبانو تر دې وړاندې ویلی وو، دغه ډله په افغانستان کې حضور نه لري او که وي هم ددوی له لوري به وځپل شي.
































