د چین د دولتي شورا غړي او د دغه هېواد د ملي امنیت وزیر جاو که جي له خپل پاکستاني سیال معید یوسف سره ویډیویي خبرې کړې دي. د چین نړیوالې راډیو د خبر له مخې، نوموړي په دې خبرو کې له نوموړي څخه غوښتي چې حکومت یې باید په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې پر چینایي وګړو شوي بریدونه په جدي توګه وڅېړي، عاملین یې پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري. جي دغه راز له پاکستان څخه غوښتي چې باید په دغه هېواد کې د چینایانو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي او د خوندیتوب لپاره یې اړین تدابیر ونیسي. معید یوسف هم د یادو پېښو د جدي پلټنې ژمنه کړې او ډاډ یې ورکړی دی چې عاملین به یې د خپل عمل په سزا ورسېږي.
































