یو کیوبایي ډیپلوماټ ویلي چې امریکا په افغانستان کې شرموونکې ماټې خوړلې ده او اوس دغه هېواد ته په کار ده چې درس واخلي او له دې وروسته دې د نورو په چارو کې له مداخلې په کلکه ډډه وکړي. په کاناډا کې د کیوبا سفیر جوزفینا ویدال ویلي چې امریکا له پرلپسې ماتو وروسته هم درس نه دی اخیستی او دی هیله لري چې یاد هېواد د ویتنام او افغانستان له ماتې د عبرت درس واخلي او د دې پر ځای چې نورو هېوادونو کې د بشري حقونو او نورو ازادیو په نوم جګړه وکړي ښه به وي چې خپلو چارو ته په سمه توګه رسیدګي وکړي. هغه وویل د کیوبا پخواني رهبر فیډل کاسټرو کره خبره کړې وه، هغه ویلي وو چې د امریکا مداخله به هیڅکله بریا ته ونه رسېږي.











