امریکا وايي آیدا توپان به زرګونه کسان له خپلو مېنو بېځایه کړي. د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي دوی سر له اوسه د هغو کسانو لاسنیوی پیل کړی دی چې د امریکاد سمندري سیمو په سواحلو کې ژوند کوي. بایډن وایي آیدا توپان به په راتلونکو اونیو کې په امریکا کې ستر ناورین رامنځ ته کړي، نو له همدې امله یې زرګونه کسانو ته له دې زیانمنېدونکو سیمو د وتلو امر کړی دی. بایډن همدا راز ویلي دمګړی لسګونه زره هغو کسانو ته د پناه ځایونو په جوړولو بوخت دي چې له خپلو مېنو به بېځایه کېږي. د امریکا د هوا پېژندانې ادارې ددغه هېواد په ګڼو ساحلي ایالتونو کې د سخت توپان خبرداری ورکړی دی او ویلي یې دي چې که مخکیني تدابیر رامنځ ته نه شي نو زرګونه کسان ښايي د دې توپان له امله تلف شي.
































