د بلخ ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د مزارشریف ـ دره صوف پر لار د دوو ټکسي موټرو د ټکر له امله ۸ تنه ټپیان شوي دي. سرچینې ویلي، چې په ټپیانو کې پنځه ښځې، دوه ماشومان او یو سړی شامل دي. دا پېښه د مزارشریف ـ دره صوف پر لار د شولګرې په قوربقهخانه سیمه کې رامنځته شوې ده. ځايي امنیتي مسوولینو ویلي، چې دواړه موټر له دره صوف ولسوالۍ څخه مراز شریف ته روان وو. د دوی په خبره، چې ټپيان ټول د دره صوف اوسېدونکي دي او د درملنې لپاره ځایي روغتیايي مرکز ته وړل شوي دي.











