امریکايي استازي وايي له افغانستان د تخلیې ماموریت په تړاو باید له امریکایي حکومت سره حساب کتاب وکړي. د امریکا په سنا مجلس کې د اقلیتونو مشر په تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا له افغانستان د امریکايي وګړو او نورو خلکو د تخلییې ماموریت په پوره بې پروایئ، بې احترامۍ او بې پلانه مخ ته وړی دی چې له مسوولینو سره یې حساب کتاب کېږي. دده په خبره لسګونه امریکايي وګړي او امریکا ته د تګ لپاره د قانوني اسنادو لرونکي کسان لا هم په افغانستان کې پاتې دي خو د تخلیې مامورینو زرګونه داسې کسان لېږدولي چې هېڅ ډول اسناد نه لري. دوی همدا راز وایي چې دا ماموریت له ستونزو ډک و، تدابیر نه و نیول شوي چې له همدې امله د یوې چاودنې له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله هم واوښته. امریکايي استازي وايي له نورو استازو سره به په ګډه د بایډن د ادارې د ځینو کړنو په اړه پرېکړه کوي.
































