د طالبانو د سیاسي دفتر غړي امیر خان متقي ویلي، د پنجشیر مسئلې د حل لپاره پیل شویو خبرو اترو پایله نه ده ورکړې. هغه ټینګار کړی دی چې دوی لا هم هڅه کوي چې پنجشیر د خبرو له لارې ونیسي خو په خبره یې، هلته لا هم یو شمېر شرخوښي شته او د ځینې کړیو په لمسون هڅه کوي چې د پنجشیر خلک نور هم وځوروي. متقي خبرداری ورکړی دی چې پنجشیر کلابند دی او دوی غواړي چې پنجشیر هم د ازادۍ له هغو مزایاوو برخمن کړي چې ټول افغانستان ترې مستفید دی. هغه پر پنجشیریانو غږ کړی دی چې جنګ غوښتونکي یا تفاهم ته وهڅوي او یا دې هم له خپلې سیمې وباسي ځکه چې دوی نه غواړي په دغه تنګه اراضي کې یو ځل بیا جګړه ونښلي. هغه د خپلو خبرو پر دوام یو ځل بیا هم ټینګار کړی دی چې دوی به بیا هم د تفاهم لار غوره کړي او هیله لري چې د پنجشیر خلک د جګړې د مخنیوي لپاره هر څه ژر اړین اقدامات وکړي.












