وروسته تر هغه چې د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان کینت مکینزي وویل چې طالبانو ته پاتې امریکایي تجهیزات غیر فعال دي، د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دا خبره چې طالبانو ته پاتې امریکایي وسایل خراب دي دروغ ده. نوموړي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په کندهار کې د طالبانو له لوري د ترسره شویو پوځي مانورونو یوه لنډه ویډیو خپره کړې ده او لیکلي یې دي؛ دا امریکایي تجهیزات دي او ټول روغ دي، امریکایي چارواکي دروغ وایي. د ویلو ده چې مکینزي ویلي وو چې دوی ټول هغه سیسټمونه او پوځي تجهیزات له فعالیته غورځولي دي چې دوی ترې په افغانستان کې ګټه اخیسته.
































