ملګرو ملتونو په افغانستان کې د همه شموله حکومت جوړولو او سولې لپاره د چټکو هڅو غوښتنه کړې ده. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې او ددغه ادارې د مرستندویه دفتر یا یونما مشرې له ولسمشر غني سره په ویډیو کنفرانس کې ویلي چې دوی د افغانستان د سولې له هڅو ملاتړ کوي او غوښتنه لري چې دغه هڅې چټکې کړل شي. دیبرا لوینز له ولسمشر غني غوښتي چې د سیاسي حل، همه شموله حکومت د جوړولو او سولې هڅې باید چټکې کړي او په دې توګه په افغانستان کې شته ستونزې ختمې کړي. نوموړې ژمنه کړې چې ملګري ملتونه د افغانستان تر څنګ ولاړ دي او په بېلو برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. لوینز هیله څرګنده کړې چې په افغانستان کې روانه جګړه ودرول شي، اوربند وشي او ټول تمرکز د کرونا ویروس پر ضد مبارزه باندې راټول شي. ولسمشر غني هم د ملګرو ملتونو له دایمي همکاریو مننه کړې ده او هیله یې څرګنده کړې چې ددغه سازمان په همکارۍ د افغانستان پر وضعیت د کرونا ویروس ناوړه اقتصادي اغېز راکم کړل شي.
































