امریکا هغه راپورونه رد کړل چې ګواکي طالبانو له افغانستان د یو شمېر امریکايي وګړو د ایستلو مخنیوی کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په قطر کې په یوه خبري غونډه کې وویل، طالبانو د هېچا د وتلو مخنیوی نه دی کړی او نه هم داسې معلومات شته چې په مزار شریف ښار کې دې لسګونه تلونکي مسافر برمته شوي وي. دده په خبره طالبانو ډاډ ورکړی چې ټولو مسافرو ته د تګ راتګ اجازه ورکوي او پر بهرنیو سفرونو هېڅ راز بندیز نشته دی. بلینکن دغه راز وایي طالبانو د هغو کسانو د ورتګ مخه نیولې چې د تګ لپاره کافي اسناد او قانوني جواز نه لري. تر دې وړاندې د امریکا د کانګریس ځينو غړو ویلي وو چې طالبانو په مزار شریف ښار کې څلور امریکايي الوتکې برمته کړې دي.
































