ترکیې د طالبانو له لوري د نوې سرپرستې کابینې پر اعلان غبرګون وښود. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په تازه څرګندونو کې ویلي چې د نوې کابینې له اعلان خبر شوی دی او په خبره یې طالبانو دا کابینه سرپرسته بللې ده. د اردوغان په خبره دوی هر څه ته په ځير ګوري او تر ارزونو وروسته یې په اړه څرګندونې کوي. اردوغان وایي دا نه ده معلومه چې کابینه به تر کومه سرپرسته وي خو دوی هر څه ته متوجه دي او په ځير یې ګوري. ترکیه لومړنی هېواد دی چې د طالبانو د نوي حکومت د اعلان په اړه څرګندونې کوي. طالبانو تېره ورځ ناوخته خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه چې په هغه کې ملا حسن اخوند د رییس الوزرا یا صدراعظم موقف لري. د طالبانو ویاند وویل چې دا کابینه موقته ده او یوازې د چارو د ژر مخ ته بېولو په موخه جوړه شوې ده.











