د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي وايي چې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره وروستۍ لیدنه ګټوره او له لاس ته راوړنو ډکه وه. دده په خبره په دې لیدنه کې چې د افغانستان سرپرست رییس الوزرا، د کابینې غړي او همدا راز د قطر د بهرنیو چارو وزیر او ورسره پلاوی شامل وو، پر مهمو مواردو بحثونه شوي دي. مولوي متقي وايي چې تر ډېره په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، بشري مرستو او همدا راز د قطر هېواد پر ملاتړ بحثونه شوي دي. دده په خبره قطر ژمنه کړې چې له افغانستان سره به یې اړیکې لا پراخېږي او بشري مرستو ته به ادامه ورکوي. افغان لوري له قطر هېواد مننه کړې چې د تل په څېر یې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړې ده او تمه یې ښوودلې چې خپلې دا مرستې لا پسې پراخې او ډېرې کړي.
































