امریکا د پاکستان په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي چې لا هم ددغه هېواد کړنې څاري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي پاکستان یې اړ کړی چې د افغانستان په مسئله کې رښتینې همکاري وکړي او کنه تر څار لاندې دی. بلینکن دغه راز وایي چې په خپله د پاکستان کړنې هم د امریکا تر سختې څارنې لاندې دي چې تر پوره ارزونې وروسته به یې په اړه خپل دريځ روښانه کړي. بلینکن وایي دوی په افغانستان کې د امریکا په شل کلن ماموریت کې د پاکستان ټول فعالیتونه څېړي او دمګړی تر څار لاندې دي. تر دې وړاندې قطر هم ویلي له طالبانو یې غوښتي چې له نړیوالې ټولنې سره خبرې مخ ته یوسي او د بشري حقونو په ګډون ټولو نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.
































