پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې. د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې په افغانستان کې له مېشتو بهرنیو ځواکونو غوښتنه شوې، چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې خپل عملیات ژر تر ژره بند کړي، کرزي ویلي، د جګړې ښکېل لوري دې له ورور وژنې لاس واخلي، د سولې لپاره دې هڅې زیاتې کړي، څو بین الافغاني مذکرات پیل شي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، سره له دې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې توافق لاسلیک شو، خو له بده مرغه لاهم تاو تریخوالی دوام لري. حامد کرزي د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته په اشارې سره ویلي، چې په دې موده کې د جګړو له امله ښځو او ماشومانو ته زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده.
































