امریکا وایي د بندیزونو د لرې کولو لپاره طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د یوه پیاوړي او ټولشموله حکومت غوښتونکي دي او طالبان له نړیوالو سره یو لړ ژمنې لري چې باید عمل ورباندې وکړي. دده په خبره امریکا هغه وخت پر طالبانو اوسني بندیزونه لرې کوي، چې دوی یې د بشري حقونو، مېرمنو د حقونو او ټولشموله حکومت د جوړولو په برخه کې پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي. تر دې وړاندې طالبانو ویلي وو چې امریکا باید ژر تر ژره بندیزونه لرې کړي او خپلې ژمنې عملي کړي. خو امریکا وایي چې دا اقدام به د طالبانو پر کړنو پورې محدود وي.
































