روسیه وایي طالبان د نړیوالو له ویلو پرته د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر ضد مبارزې ته ژمن دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په تاجکستان کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دوی پر طالبانو هېڅ شرط نه دی اېښی او نه هم د شرط اېښودلو ته اړتیا ده، ځکه د ټولې سیمې غوښتنه دا ده چې دلته د نشه يي توکو او ترهګرو خطرونه له منځه لاړ شي او طالبان پخپله دې مسئلې ته ژمن دي. لاوروف وایي طالبان د نړیوالو له غوښتلو او شرط اېښودلو پرته هم په افغانستان کې ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي او همدا راز د نشه یي توکو له کښت او قاچاق سره مخالف دي. هغه تمه ښوودلې چې په افغانستان کې وضعیت ژر تر ژره سم شي او یو ټولشموله حکومت د خلکو غوښتنو ته ځواب وویلی شي.
































