د هالنډ دفاع وزیرې هم له افغانستانه د خلکو د ایستلو په تړاو د پڅ کار په خاطر استعفی ورکړه. انک بیجلولد ویلي چې د بهرنیو چارو د وزیرې سیګرید کاګ په څېر د افغان پناه غوښتونکو د تخلیې د چلند په تړاو له خپلې دندې استعفی ورکوي. د هالنډ د پارلمان اکثره غړي د دغه هېواد د بهرنیو چارو او دفاع وزیران د زرګونو هغو افغانانو په ایستلو کې په پڅ عمل تورنوي چې د هالنډ د پناه په شرایطو برابر ګڼل کېدل. د هالنډ دفاع وزیرې انک بیجلولد غوښتل خپل ماموریت پای ته ورسوي او هغه افغانان خوندي کړي چې په هالنډ حساب کوي خو دا چې اوس د دې موقعیت تر بحث لاندې راغلی نه غواړي د نورو خلکو د کار مخه ونیسي. تر دې یوه ورځ مخکې د هالنډ د بهرنیو چارو وزیرې سیګرید کاګ استعفی کړې وه.
































