ټاکل شوې چې د امریکا او برېټانیا لوړپوړي چارواکي پر افغانستان خبرې وکړي. د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې روانه اونۍ د برېټانیا لومړی وزیر بوریس جانسون د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره وګوري. په دې لیدنه کې د ګڼو نورو مهمو نړیوالو موضوعاتو تر څنګ پر افغانستان هم خبرې کېږي. نړیوالې رسنۍ وایي بوریس جانسون به د افغانستان په تړاو پر بایډن فشارونه ډېر کړي څو له دغه هېواد سره بشري مرستې ډېرې کړي. برېټانیا تر دې وړاندې هم امریکا ملامتوله چې بې وخته یې له افغانستان خپل ځواکونه و ایستل او له خطر سره د مخ کسانو پروا یې و نه کړه. امریکا بیا تل د سرتېرو د ایستلو په تړاو له خپلې پرېکړې دفاع کړې ده او هغه یې د ځان د ساتلو لپاره غوره اقدام بللی دی.
































