د خیبرپښتونخوا په کوهاټ سیمه کې په یو وسله وال برید کې دوه پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. راپورونه وایي چې دا کسان د پولیو واکسین د ښځینه ټیم ساتونکي وو چې وسله وال برید ورباندې شوی دی. د راپورونو له مخې، په دې برید کې دوه پولیس ساتونکي ځای پر ځای وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. پاکستاني پولیسو ویلي چې ټپي روغتون ته لېږدول شوی دی او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی. تر اوسه پورې د برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو تحریک طالبان پاکستان په وار وار پاکستان ته د مرګونو بریدونو خبرداري ورکړي دي.
































