ایران وایي ملګري ملتونه او نور نړیوال بنسټونه دې افغانستان ته د دایمي ثبات په راتګ کې همکاري وکړي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په نیویارک کې په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې په ګاونډ کې یې پروت افغانستان د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. دده په وینا ایران تر خپلې وسې د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره مرستې کړې دي، خو اوس دغه هېواد تر بل هر وخت نړیوالو مرستو او همکاریو ته اړتیا لري. دده په خبره ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه دې افغانستان ته د دایمي ثبات په راتګ کې همکاري وکړي او ددغه هېواد وګړي دې له روانو جګړو وژغوري. امیر همدا راز ویلي چې طالبان دې هم د ټولشموله حکومت لپاره هڅې ډېرې کړي، ځکه د نړۍ سترګې دوی ته دي او دوی باید ثابته کړې چې پر خپلو ژمنو ولاړ دي.
































