د ا.ا.ا سرپرست رییس لوزرا ملا محمد حسن اخند نن په ارګ کې د چین، روسیې او پاکستان له استازو سره لیدلي دي. په همدې اړه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې چې د کابینې ځینې غړو هم حضور درلود دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې کړې دي. دا لیدنه په داسې حال کې ده چې پرون د روغتیا نړیوال سازمان مشر د یوناما د مشرې په ګډون له یوه پلاوي سره یو ځای د ا.ا.ا د سرپرست رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د ا.ا له یو پلاوي سره لیدلي او پر ځینې مهمو موضوعاتو یې ورسره بحثونه کړي دي.
































