برېټانوۍ ډيلي مېل ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویلي امریکايي چارواکي په دې لټه کې دي چې په تېرو شلو کلونو کې له دغه هېواد سره د افغانستان په تړاو د پاکستان پر همکاریو او یا لوبو بیا کتنه وکړي. امریکایي ديپلوماتیکو او استخباراتي سرچینو ورځپاڼې ته ویلي ددې کلک احتمال شته چې پاکستان او امریکا دې د افغانستان پر سره مخامخ شي او ناندرۍ دې جوړې شي. په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني هم یادې ورځپاڼې ته ویلي چې امریکايي پخواني او اوسني چارواکي پاکستان ته غوسه دي او ښایي دغه هېواد ته ګواښونه جوړ کړي. هغه وایي د پاکستان پر وړاندې د ځینو مالي اقداماتو احتمال شته او ښايي امریکا نور په نړیوالو معاملاتو کې پر پاکستان باور و نه کړي.
































