روسیه وایي ا،ا،ا دې ته هڅوي چې له اوسنۍ نړۍ سره خپل چلند برابر کړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې طا لبان د نړۍ له نورو وسله والو ډلو سره چې د ترهګرو ډلو په لېست کې ثبت دې توپير لري. دده په خبره د ملګرو ملتونو امنیت شورا طا لبان د افغانستان د نه بېلېدونکې برخې په توګه ګوري نو له همدې امله یې له نورو ډلو سره توپير ډېر دی. لاوروف وایي دمګړی په افغانستان کې ستونزې شته دي خو روسیه په دې لټه کې ده چې طا لبان په افغانستان کې مدرنې حکومتولۍ ته وهڅوي او له دوی وغواړي چې د اوسنۍ نړۍ له اړتیاوو او غوښتنو سره ځان برابر کړي.
































