په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ۱۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۳۶۱ مشکوکې پېښې څېړلې دي. دده په وینا له دې ډلې ۱۲۵ یې مثبتې وي. په دې سره په هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۸۲۸ ته رسېدلی دی. تر ټولو ډېرې پېښې په هرات کې ثبت شوې دي. په دغه ولایت کې ۲۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په کابل کې ۱۵، په کندهار کې ۱۵، په بلخ کې ۱۰، په لوګر کې ۹، جوزجان کې ۸ مثبتې پېښې او پاتې په نورو ولایتونو کې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي چې له کرونا ویروس د ټولو رغېدلو کسانو شمېر ۲۲۸ او مړو شوو شمېر بیا ۵۸ ته رسېدلی دی. د مایار په خبره د کرونا ویروس مثبتې پېښې د ډېرېدو په حال کې دي نو ټولو هېوادوالو ته په کار ده چې ددوی سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي او د خپل ځان او خپلې کورنۍ د خوندیتوب لپاره هڅه وکړي.
































